Skip to content
سیمه ییزې سرچینې وایي، پرون شپه د طالبانو د سختو بریدونو له امله د شبرغان یتیم تاغ سیمه او هوایي ډګر هم د طالبانو تر واک لاندې راغلي .
د سرچینې په خبره، هلته یو شمېر دولتي سرتېري او ولسي پاڅون کوونکي طالبانو سره یو ځای شوي دي او د جنرال دوستم زوی یارمحمد دوستم په ګډون لسګونه دولتي ځواکونه د چورلکو په وسیله مزارشریف ته لېږدول شوي دي.
طالبانو هم ویلي، چې د شبرغان هوایي ډګر یې نیولی دی.