دغه راز دوی د طالبانو تر واک لاندې ولایتونو کې د دغې ډلې له لوري د رسنیو پرښځينه کارکوونکو د محدودیتونو وضع کولو خبر ورکوي او وايي، طالبانو په راډیو ګانو کې د ښځینه کارکوونکو پر غږ بندیز لګولی.
فراه کې د عروج راډیو مدیر مسوول وايي:« پر رسنیو د طالبانو شرطونه دا دي،چې ښځې دې په راډیو ګانو کې فعالیت نه کوي. د ښځو په غږ جوړشوي اعلانونه دې بند شي او موسیقي دې نه خپریږي. نشرات دې په بشپړ ډول دیني وي او هغه اعلامیي دې خپروي چې د طالبانو له لوري وي.»
د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی رسمي شمېرو له مخې تر دې دمه، د جګړې له امله شپېته رسنیو فعالیتونه بند کړي او لسګونه کسان له رسنیز فعالیت پر شاه شوي دي.
د نی ادارې د څار مسوول وايي نصیر احمد نوري:« نی هڅه کوي،چې د خبریالانو د ملاتړ په برخه کې یوه شيبه هم غلي ونه واوسي. د افغانستان له هرې برخې د دوی غږ واوري او خپل ټول شته امکانات به د دوی د ملاتړ په برخه کې لګوي.»
د بیان ازادۍ پر وړاندې د محدویت وضع کولو ګوته یوازي طالبانو ته نه نیول کېږي،بلکې پر حکومت هم نیوکې دي،چې د حقایقو د پټولو هڅه کوي او هغه قوانین تر پښو لاندې کوي، چې په اساسي قانون کې د رسنیو په تړاو وضع شوي.
خبریاله خیرالبنات سادات، خبریاله وايي:« افغان حکومت هم د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي کې ښکیل دی.حکومت مسوول دی،چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې وڅېړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي او دا جوته کړي،چې د خبریالانو د فزیکي هذف تر شاه د چا لاس دی.»
ولایتونو کې سیمه ییز خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپل راتلونکي په تړاو اندېښمن دي او وايي، د طالبانو له لوري یې رسنیز فعالیتونه بند شوي او تر ګواښ لاندې دي.
د غور سیمه ییز خبریال یاسین اژند وايي:« په غور کې یوه تصویري او پنځه غږیزې رسنۍ دي،چې له پرون راهسي د ټولو فعالیتونه تړل شوي خبریالان خوندي نه دي او رسنۍ ټولې د طالبانو تر محاصرې لاندې دي.»
کندهار کې سیمه ییز خبریال سمیع غیرت مل وايي:«له بده مرغه،په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه سوېل لویدیځ زون کې د رسنیو وضعیت ورځ تر بلي مخ په خرابېدو روان دی. موږ له دواړو غاړو هم له طالب او هم له حکومت ګېله لرو.»
سقوط شویو ولایتونو کې د رسنیو کار کوونکي او خبریالان د رسنیو ملاتړ بنسټونو له لوري کابل کې نسبتا خوندي ځایونو ته لېږدول شوي،خو خبریالان د خپلو کورنیو په تړاو اندېښمن دي او هره ورځ ګواښل کېږي.