د افغانستان د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت وايي، په وروستیو دوو میاشتو کې د هېواد له ۲۵ ولایتونو ۶۰ زره کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي،چې زیات یې له کندهار، هلمند، فاریاب، کندز او تخار ولایتونو څخه دي.
یاد وزارت وايي، تر ټولو ډېر کډوال کابل ته راکډه شوي،چې شمیر یي ۱۷۰۰۰ ته رسیدلی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د دغه وزارت وزی غلام بهاوالدین جیلاني بې ځایه شویو سره پر بېړنیو مرستو ټینګار کوي او وايي، ډېر ژر به کابل کې د بې ځایه شویو لپاره یو پنډغالی هم جوړ کړي،چې د لس زره کسانو د اوسېدولو ظرفیت به ولري.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر غلام بهااوالدین جیلاني وايي:« موږ کابل ښار ته څېرمه د یوه پنډغالیو جوړولو لپاره اړین تدابېر نیولي دي. دا پنډغالی، ښايي بګرامیو او یا بل ځای کې جوړ شي. زموږ همکارانو نن په جدي ډول پيل وکړ،چې له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ پورې خیمې ودروي. له یوې دقیقې ارزونې وروسته به، هغه کسان،چې واقعا ولایتونو کې د جګړو له امله کابل ته راکډه شوي،سرپناه برابره کړو.»
د جګړې له شدت سره عامو خلکو ته د عامه خدماتو رسېدو لړۍ هم محدوده شوې او بې ځایه شویو ته یې د مرستو رسولو بهیر ځنډولی دی.
اندېښنه دا ده،که جګړه دوام وکړي، د کډوالو شمېر به له دې هم پورته او بشري ناورین به رامنځته شي.
د سیاسي چارو شنونکی عبادالله صادق وايي:« دواړه خواوې باید د عامو خلکو ژوند او خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي. که چېرې دوی دا پاملرنه نه کوي، نو دوی بیا خپل مسوولیت نه دی ادا کړی.»
کدوالو چارو وزارت له نړیوالو سازمانو د بېړنیو مرستو تر څنګ پر طالبانو د فشار راوړلو غوښتنه وکړه .
دغه وزارت وایي، اوس مهال په هېواد کې ۵۳ زره بې ځایه شویو ته بېړنۍ مرستې رسیدلي، خو زیاتوي چې د بې ځایه کېدونکو شمېر ورځ بلې ته په لوړېدو دی او له همدې کبله ټولو ته پر وخت مرستې نه شي رسولی.
د کډوالۍ او مالي زیانونو سربېره د جګړې له امله زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او یوازې د سور صلیب تر ملاتړ لاندې روغتیایي مرکزونو کې په تیرو نهو ورځو کې د څلور زره ملکي کسانو درملنه شوې ده.