Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: پر ګردیز ښار د طالبانو ډله ییز برېد  پلان مو شنډ کړ

admin by admin
2021/08/11

د ۲۰۳ تندر قول اردو  قوماندان  نن  چهار شنبه د « ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۰مه »  له قومي مشرانو سره د یوې ناسې پر مهال وویل، د پکتیا پر مرکز ګردیز ښار د وسله والو طالبانو د ډله ییز برید پلان مو شنډ کړی او دغه ډله به ونه شي کړی،چې سویل ختیځ زون کې پر لویو ښارونه بریدونه تر سره کړي .

لونګ وايي، د وسله والو جنګي ماشین یې له منځ وړی او وروستیو ورځو کې یې د هغوي کلیدي کسان وژلي دي.

لونګ زیاته کړه:«امنیتي ځواکونو سویل ختیځ زون او په ځانګړي ډول د ګردیز ښار د سقوط په اړه د وسله والو پلانونه پلانونه پنځه اتیا سلنه شنډ کړي او د شنډیدو په حال کې دي.»

لونګ وایي، سویل ختیځ زون او په ځانګړي ډول پکتیا کې د جګړې مشري پاکستاني نظامیان کوي او امنیتي ځواکونه توانیدلي، چې د پرمختګ مخه یې ډب کړي .

لونګ زیاته کړه:« نړیوال استخبارات او په ځانګړي ډول پاکستاني استخبارات دلته جګړه کې ښکیل دي. زموږ ګاونډي هېوادونه لکه د پاکستان نظامیان دلته د جګړې مشري پر غاړه لري،خو امنیتي ځواګونو ځپلي دي.»

بل پلو د پکتیا والي ګل بني احمدزی هم ګردیز ښار کې  د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکوي او وایي،  د خلکو لپاره  د ډاډمنې فضاء رامنځته کول  یې لومړیتوب دی. 

احمدزي زیاته کړه:« د ګردیز ښار اوسېدونکو امنیت او عزت ساتلو لپاره شپه او ورځ پر هڅو بوخت یو لومړیتوب مو امنیت دی. خلک دې په دې برخه کې اندیښنه نه کوي.»

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد خپلو لیکو کې د بهرنیو او په ځانګړي ډول د پاکستاني وګړو موجودیت ردوي او وایي، امنیتي چارواکي په دا ډول څرګندونو د خپلو نیمګړتیاوو د پټولو هڅه کوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist