سره له دې د جګړې دواړه غاړې د بشر حقونو پر خوندیتوب ټینګار کوي، خو پر کور دننه باور دا دی، تر هغې چې جګړه ختمه نه شي، د ملکي تلفاتو مخنیوی ناشونی دی.
د سیاسي چارو شنونکی اضغرخیل منګل وايي: «د افغانستان جګړه نیابتي ده او سرلاری یې پاکستان دی. نړیوال دې پر پاکستان بندیزونه ولګوي، تر څو طالبانو سره له مرستې لاس واخلي او د تروریستې ډلو ملاتړ ونه کړي.»
جګړې ملکې کسانو ته د سر تاوان تر څنګ مالي زیانونه هم اړولي او ډېری یې له کوره بې کوره کړي او خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
له کډه شویو کورنیو ډېری کابل او یو شمېر نور یې بیا نورو نسبتا امن سیمو ته تللي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.