د امریکا متحده ایالتو ولسمشر جو بایډن سه شنبه د «۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۹مه» سپینه ماڼۍ خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، له افغانستان د خپلو ځواکونو د اېستلو پر پرېکړه پښیمانه نه یم.
بایډن وايي،زرګونه افغان ځواکونه مو روزلي او وخت یې دی،چې افغان مشران سره متحد او له خپل هېواد او خلکو نه دفاع وکړي.
بايډن ويلي، افغانستان اوس مهال جدي جنګي دفاع وزير لري او بايد په سياسي لحاظ دوی سره راټول شي او خپلې ستونزې حل کړي او د ځواکونو په اړه له کړې پرېکړې پښېمانه نه دی.
بايډن دا څرګندونې داسې مهال کوي،چې د هېواد پر کچه د نهه ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاسته لوېدلي، مارشال عبدالرشيد دوستم له ولسمشر سره تر مشورو وروسته د شمال جګړې رهبري لپاره بلخ ته تللی او دا مهال له شمال سربېره د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو او افغان حکومت سختې نښتې روانې دي.