Skip to content
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، د روان وضعیت په تړاو امریکا اندېښمنه ده، خو په خبره یې افغان ځواکونه وړتیا لري، چې د طالبانو مقابله وکړي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ورته څرګندونې کړې وې، چې افغان حکومت پر طالبانو د بريا لپاره هر څه په واک کې لري.
جان کربي ویلي، افغان ځواکونه د خپلو ښارونو او خلکو د دفاع مسولیت لري او اوس تر ډېره په مشرتابه پورې تړلې ده، چې په دغه حساس پړاو کې خپله اراده وښیي.