افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون دوشنبه د « ۱۴۰۰کال د زمري پر ۱۷مه» ارګ له یو شمېر سیاسي څېرو سره لېدنه کړې.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغو لېدونو کې د افغان ځواکونو د ملاتړ،د جمهوریت بقا او تداوم او دغه راز د ولسي پاڅونونو د چټک انسجام لپاره نظریات تبادله شوي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې یوه برخه:« په کتنه کې د امنیتي او دفاعيي ځواکونو، د جمهوریت بقا او تداوم د ملاتړ تر څنګ د دښمن د هجوم او پر وړاندې یې د ولسي پاڅونونو د چټک انسجام، پياوړتیا او تجهیز پریکړه وشوه.»
خو کریم امین،چې له ولسمشر غني سره یې کتلي د ارګ په پاڼه خپاره شوي مالومات ردوي او وايي، دوی یوازې له ولسمشر سره د سولې پروسې پر چټکوالي خبرې کړې دي.
محمد امین کریم وايي:« دغه ناسته چې زموږ تر منځ وشوه،د سولې اړوند وه،چې څنګه کیدای شي د سولې خبرې چټکې شي او په سوله ییز ډول واک وسپارل شي.له دې وراخوا موږ پر نورو موضوعاتو خبرې نه دي کړي.»
ولسمشر غني داسې مهال له سیاسیونو سره د ناستو لړۍ بیا پیل کړې،چې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې د طالبانو په لاس د پنځو ولایتونو مرکزونه سقوط شوي.
د سولې خبرې مړې شوي او په ټوله کې سیاسي او نظامي وضعیت مات ښکاري.
د کندز پخوانی والي عمر ساپی وايي:« زه فکر کوم، چې د افغانستان کامیابۍ، د سولې او ثبات راوستو لپاره دا یو ډېر نېک ګام دی، خو کاش، چې دا یو پنځه کاله وړاندې شوی وی.»
پر کور دننه سیاسي اجماع له لومړي سره د جمهوریت په چوکاټ کې د ضعف ټکی بلل کېدو،چې د جلا جلا لارو انتخاب د اوسني بد وضعیت یو لامل بلل کیږي.
د افغانستان د اوسني وضعیت د بدلون لپاره هر لوری خپل وړاندیزونه لري،چې ولسمشر غني د جمهوریت دوام او د ټاکنو له لارې د واک سپارل غواړي،طالبان د خپلو بندیانو خلاصون او واک درېیم ته ادرس ته سپارل غواړي،سیاسي څېرې بیا په دې تړاو ویشلي نظرونه لري،ځینې د جمهوریت دوام او ځینې بیا انتقالي او د لنډمهالي حکومت ادرس غواړي.