د ناټو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، طالبان باید پوه شي، چې که دوی غواړي د زور له لارې واک ته ورسېږي، نو نړیواله ټولنه به یې هېڅکله په رسمیت ونه پېژني.
دغه چارواکي ویلي، افغانستان کې ستونزې د جګړې له لارې نه، بلکې د خبرو له لارې هوارېدلی شي.
د ناټو غړي له طالبانو غوښتي، چې جګړه ودروي او د سولې په خبرو کې برخه واخلي.
ویل کېږي، له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو پروسه دوام لري او بشپړېدو ته نږدې شوې ده.
د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه به د اګست میاشتې تر وروستۍ ورځې له افغانستان ووځي او خپل نظامي حضور به پای ته ورسوي.