Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا ولایتي شورا: د ګردیز کمربند ډېری پوستې سقوط شوي

admin by admin
2021/08/10

د پکتیا ولایتي شورا غړی محمد رحمان قادري وایي، د ګردیز کمربند ډېری پوستې سقوط شوي او که بېرته ونه نیول شي، وسله وال به وکړای شي چې د لویدیځ له لوري ښار ته دننه شي. 

قادري زیاته کړه: «د ګردیز ښار امنیتي کمربند کومې پوستې چې وروستیو جګړو کې سقوط شوي، له ولایتي ادارې مو غوښتنه ده، چې دغه پوستې بېرته ونیسي او د ښار امنیت خوندي کړي.»

خو د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، افغان ځواکونه پر ګردیز ښار د وسله والو د ډله ییز برید د مخنیوي توان لري او په خبره یې  پرون شپه هم هوایي ځواکونو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې  ده.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وايي: «زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په پرلپسې ډول پر وسله والو بریدونه کوي. همدا تېره شپه هم مرکز ګردیز، سیدکرم او احمد ابا ولسوالیو کې پر وسله والو هوایي بریدونه وشول او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.»

تازه ګردیز ښار کې سلګونه کورنۍ د جګړې له وېرې بې ځایه شوي او د خراب امنیتي وضعیت له کبله ۱۴ سیمو ته د مرستو رسولو بهیر له ځنډ سره مخ شوی دی.

د پکتیا کډوالو او بېرته راستندیدونکو چارو مشر عبید مرحوني وايي: «ډېری بې ځایه شوي هغو سیمو ته کډه شوي چې امنیتي وضعیت یې د ډاډ وړ نه دی. د سروې لپاره تهدید دی او ۱۴ داسې سیمې شته، چې د سروې ټیمونه او مرستې رسول ورته ستونزمن دي.»

د ګردیز بېلابېلو سیمو کې په پرلپسې ډول د پوستو له سقوط وروسته پر ښار د وسله والو د ډله ییز برید په اړه اندیښنې ډېرې شوي،خو تندر قول اردو وایي، وضعیت د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist