راپورونه وایي، پرون شپه د مزار شریف ښار لویدیځ لور ته د دهدادي ولسوالۍ په کود او برق او لنګرخانه سیمو کې جګړې شوې دي.
حکومت او طالبان دواړه د سیمو د لاس په لاس کېدو خبرې کوي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د کود او برق څلور لارې دوی نیولي او د دولتي ځواکونو دفاعي کرښې یې ورماتې کړي دي.
د شاهین قول اردو مرستیال سید سعدالله هاشمي بیا وایي، د امنیتي ځواکونو دفاعي لیکې پر خپل ځای دي.
هاشمي وایي، د کود او برق څلور لارې او امام بکري پوستې هم د دولتي ځواکونو په واک کې دي.
په دغه جګړو کې ګڼ هوایي بریدونه هم شوي، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.