Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا سوداګرۍ خونه: د خامو موادو نه موجودیت له امله ۱۵ فابرېکې تړل شوي

admin by admin
2021/08/09

د پکتیا ولایت سوداګرۍ خونې مشر نصیر علم یار وايي، د خامو موادو نه موجودیت له امله ۱۵ فابریکې تړل شوي او د خوراکي او نورو توکو بیې هم  ۱۵ سلنه لوړې شوي او لامل یې د پټان لارې بندیدل دي.

په ورته وخت کې علم یار وايي، مرکزي حکومت باید د پټان لارې پرانېستلو لپاره اقدامات وکړي.

علم یار زیاته کړه: «له ۱۰ تر ۱۵ فابریکو له دې امله تړل شوي دي، چې خام مواد نه لري. دغه خام مواد د پټان له لارې راوړل کېدل او اوس دغه لاره تړل شوې ده.»

د پکتیا اوسېدونکي هم بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو د بېو له لوړوالي شکایت کوي.

د پکتیا یو تن  اوسېدونکی وايي: «پکتیا کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې لوړې شوي، ان څو برابره لوړې شوي دي. زه فکر کوم، لامل یې د پټان لویې لارې تړل کېدل دي.»

د پکتیا ولایت یو بل اوسېدونکی بیا وايي: «موږ پخوا د اوړو یوه بوجۍ په ۱۷۰۰ افغانۍ اخېستله، خو اوس یې پر ۲۴۰۰ افغانۍ اخلو. همدارنګه د تېلو او ګازو بیې هم لوړې شوي دي.» 

هټیوال هم مني چې د پټان لویې لارې تړل کېدو له امله د خوراکي او نورو توکو بیو کې لوړوالی راغلی دی. 

د ګردېز ښار یو هټيوال وايي:«له کله نه چې د پټان لاره تړل شوې، د خوراکي توکو بیې لکه اوړو، غوړیو او نورو بیې لوړې شوي دي. ډېری خلک یې د اخېستلو توان نه لري.»

د سوداګرۍ خونې د مالوماتو له مخې ګردیز ښار کې د خوراکي او نورو توکې زیرمې په ختمیدو دي او که حکومت همکاري ونه کړي، پکتیا کې به د توکو بیې نورې هم لوړې شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist