ولسمشر پرون مازدیګر د المپیک نړیوالو سالیو افغان لوبغاړو سره کتلي او ویاړ یې کړی، چې افغان لوبغاړو د افغانستان ویاړلي بیرغ په لېږدولو سره نړۍ ته د مساوات پیغام ورکړ.
اشرف غني ویلي، دا ویاړلی بیرغ به هېڅ وخت ټیټ نه شي او د ملت اراده به تل پیاوړې وي.
ولسمشر ویلي، په دې شرایطو کې په نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ګډون ارزښت په دې کې دی، چې دوی د مخالفینو د ویجاړۍ او مرګ برعکس د ژوند، روغتیا او ملي ارادې پیغام ورکوي.
نوموړي ورزشکارانو ته د ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی.