Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هلمندي فعالان: جګړه کې  د ملکي وګړو مرګ ژوبلې اندېښمن کړي یو

admin by admin
2021/08/09

په کابل ولایت کې د هلمند ولایت یو شمېر مدني فعالانو  نن دوشنبه د « ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۸ مه» ناسته کې وویل چې په جګړې کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې سخت اندېښمن کړي دي. 

مدني فعالان وايي، هلمند کې شااوخوا درېیو اوونیو جګړو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون  نږدې ۱۵۰۰ کسانو مرګ ژوبله اوښتې ده. 

مدني فعال مسعود چوپان وايي: «له ټولو عامه ځایونو د سنګر په توګه کار اخېستل کېږي،ځکه تېرو شلو ورځو کې شااوخوا ۳۴۲ تنه ملکي کسان وژل شوي او  ۶۷۹ ملکي کسان ټپیان شوي دي، چې دریېمه برخه یې ښځي او ماشومان دي.»

هلمندي  فعالان وايي، په لښکرګاه ښار کې د جګړې له امله ملکیانو ته د سر زیان سربېره درانه مالي زیانونه اوښتي او دخلکو شتمنۍ په اور سوځېدلې،چې ورسره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي دي.

دوی له حکومت او طالبانو دواړو غوښتنه وکړه چې د جګړې پرمهال دې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي.

مدني فعال شریف علیزی وايي: «زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي او کورونه یې ویجاړ شوي دي.»

د هلمند مدني ټولنې مشر وايي: «په دغه جګړه کې په میلیونونو زیان خلکو ته رسېدلی دی. مارکيټونه سوځېدلي، چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو  او درملو له کمښت سره مخ یو.»

هلمند ولایت کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې سختې جګړې روانې دي او ان د لښکرګاه ښار ترمنځ رسېدلې، خو ځايي امنیتي مسوولین وايي، وسله ‌وال یې له ښاره پر شاه تمبولي او د ځمکنیو او هوايي بریدونو پرمهال طالبانو ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist