نظامي زیاته کړه: « بناء دا تعهدنامه زه فکر کوم،چې ډېر موثریت به ولري، هم کمېسیون دې ته هڅول کېږي او هم زموږ نورې ادارې،چې خپل کارونه سم کړي، د قانون احکامو مطابق یې مخته یو سي. »
نظامي وايي، تر اوسه پورې یې د فساد ۱۱۲ لویې او وړي قضیې ثبت کړي او له دې ډلې یې ۳۲ قضیې د نورو څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته راجع کړي دي.
هغه زیاتوي:« موږ تر اوسه پورې د فساد شااوخوا ۱۱۲ قضیې،چې لویې او وړې قضیې دواړه په کې شاملې دي،د اطلاعاتو او شکایاتو پر اساسي راغلي دي. دا په کمېسیون کې ثبت شوي دي. زما د مالوماتو پر اساس شااوخوا ۳۲ قضیې څارنوالۍ ته تللي دي.»
له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي کمېسیون د افغان حکومت په استازیتوب له فساد سره د اغېزمنې او چټکې مبارزې لپاره ملګرو ملتونو نړیوال ایتلاف سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دغه کمېسیون وايي، د دې تړون له مخې به هېواد کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې ټولې لاسته راوړنې له ولس او مدنې ټولنو سره شریکې کېږي.