د بلخ ولایت د پوهنې رياست مشر علي الله امیري وايي، د دغه ولايت په اتو سقوط شويو ولسواليو کې د پوهنې بهير د تېر په څېر پر نورمال ډول روان دی او په خبره یې هېڅ يو ښوونځی نه دی تړل شوی.
هغه زیاته کړه: « هغو ستونزو ته په پام سره،چې راپورته شوي، بیاهم معارف فعال دی.د ښوونځيو ازموینې روانې دي. زموږ پرسونل روزانه درسونو ته ځي او زده کوونکي هم حاضر دي. »
نوموړي همدا راز وويل، د ښوونځيو له نصابه د يو شمېر مضامينو د اېستلو په اړه هم دوی ته تر اوسه پورې کوم راپور نه دی رسېدلی.
په ورته مهال بلخ کې د پوهنې وزارت د اقرا برنامې له خوا له ښوونځيو سره د مرستې لړۍ هم پيل شوې ده.
مسوولين وايي، په لومړي ګام کې یې ۵۱ ښوونځي تر خپل پوښښ لاندې نیولي دي.
مزارشريف کې د یو شمېر دولتي ښوونځيو مديران او زده کوونکي بیا د حکومت مرستې له پروګرامه د ملاتړ تر څنګ غوښتنه کوي،چې حکومتي ځواکونه او طالبان دې د جګړو پر مهال د ښوونځيو د تخريب مخنيوی وکړي.
مراز شریف ښار کې د سلطان راضیه ښوونځي مدېره وايي: « اوس مهال د سلطان راضیه ښوونځی ۴ زره او ۶۰۰ زده کوونکي لري.»
زده کوونکې رخسار وايي: « موږ د هېواد راتلوونکی یو.که چېرې موږ ونه اوسو، هېواد به نه وي. دولت باید زموږ امنیت خوندي کړي.»
د بلخ پوهنې رياست مسوولين تائيدوي،چې ځينو ولسواليو کې د جګړو له امله يو شمېر ښوونځي زيانمن شوي، چې په وينا يې د بيا ترميم لپاره يې هڅې روانې دي.