Skip to content
سیمه ییزې سرچینې وایي، د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې له پرون شپې راهیسې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ دغه جګړه پیل شوې او اوس هم روانه ده.
د سرچینو په وینا، نښته د څرې او بریښنا فابریکې څنګ ته روانه ده.
دهدادی ولسوالۍ مزار ښار ته تر ټولو نږدې سیمه ده او د طالبانو له برید وروسته مزار کې هم د جګړې د پیل کېدو ګواښونه زیات شوي دي.
تر اوسه د دغې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نشته او نه هم رسمي سرچینو تایید کړې ده.