سفارت ويلي، ولسمشر بايډن د افغان ځواکونو پرر وړتیاوو ډاډه دی او کولی شي چې له خپل هېواد ساتنه او دفاع وکړي.
د خبرپاڼې یوه برخه: «ولسمشر جوبايډن احساس کوي او ويلي یې دي چې افغان حکومت او افغان امنيتي ځواکونو ښه روزنه ليدلې، ښه سمبال دي او شمېر یې هم زيات دی، چې بريا تر لاسه کړي. اوس د مديريت او نيت وخت دی، چې د طالبانو بريدونو او د روان تاوتريخوالي پر وړاندې ترې کار واخيستل شي.»
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او ورسره مل پلاوی ايران ته تللی او د یاد هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره یې بحثونو کې د افغانستان په اړه هم خبرې کړي دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظريف ويلي، نړيوال بايد د افغان سولې پروسې برخه کې قوي دريځ ولري او روان تاوتريخوالی وغندي.
ظریف زیاته کړې: «نړيواله ټولنه بايد افغانستان کې د سياسي حل ملاتړ لپاره قوي دريځ خپل کړي. په افغانستان کې روان تاوتريخوالی او بدې پايلې يې باید وغندي.»