کندهار ښار او ډنډ ولسوالۍ کې د جګړو له امله ۲۸ ملکي وګړو او ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه جګړې پرون ورځ او شپه د امنیتي ځواکونو له لورې د سیمو د بیا نیولو د عملیاتو پرمهال شوي.
سرچینه وايي، د ښار د درېیمې حوزې “څرخک”، د اوومي حوزې “سرپوزه” او د ډنډ ولسوالۍ “شير سرخ، مشکزي، بالاکرز، کرز، کولچ اباد، سوزيکار، قاسم پل، جمال بابا او سالو کارېز” د جګړې کرښي دي.
روغتیايي مسولین وايی، هلته د جګړې پر مهال شپږ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
په ټپیانو کي شپږ ماشومان، یوه ښځه او پاتې نور یې لوی نارینه دي
تر دې وړاندې یوې بلي امنیتي سرچینې ویلي وو، چې دغه جګړه کې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.