د افغانستان ولسي جرګې یو شمېر غړي پر حکومت نیوکه کوي،چې پر جګړه پوه او باتجربه جنرالان یې بې وخته تقاعد کړل او په خبره هېواد کې د روان خراب حالت یو لامل هم د همدې کسانو پر کور کېنول دي.
دوی وايي،تمه لري،چې د پخوانیو تقاعد شویو افسرانو بورډ به وکړی شي،چې روان حالت کابو کړي.
د ولسي جرګې غړی امیرشاه نایب زاده وايي:« دولت لویه تېروتنه وکړه،هغه جنرال،چې ډېر پوه ول او د کار کولو وړتیا یې لرله، تقاعد یې کړل.که چېرې هغوی بېرته راوغواړي، دنده ورکړي،دا به ډېر ګټور تمام شي. موږ غوره هېواد پاله جنرالان لرو،چې هغوی په ډېرې بې رحمۍ سره تقاعد شول. د هغوی پر ځای داسې کسان پر دندو وګومارل شول،چې هېڅ کاري تجربه نه لري. ټول نظام همدې بې ځایه ګومارنو تکه تکه کړی دی.»
د ولسي جرګې غړی سیدحسین پکتیاوال وايي:« هغه سیسټم،چې امریکایانو رامنځته کړی وه، یو ناکامه سیسټم وه، چې له مخې، یو شمېر زیات نظامي افسرانو تقاعد شول. خو اوسني شرایط دا تقاضاء کوي،چې دوباره له هغو شخصیتونو،چې تجربه لري، ګټنه پورته شي.»
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پخوانیو افسرانو سره په لېدنه کې ژمنه کړې ده،چې د پخوانیو تقاعد شویو افسرانو بورد به جوړ کړي.
د هېواد امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواری وايي، ولسمشرۍ ماڼۍ یوه طرحه بشپړه کړې،چې له مخې به یې د تقاعد شویو جنرالانو مشورتي بورډ رامنځته کېږي او له نویو ګومارل شویو پوځي کسانو سره به سلاح مشورې شریک کوي.
شینواري زیاته کړه:« د متقاعدو جنرالانو او افسرانو لپاره یوه منظمه برنامه په پام کې نېول شوې،چې د امنیتي ارګانونو له خوا، چې د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د لوی ریاست له خوا د هغوی لپاره ځنې مسلکي بورډونه جوړېږي،ترڅو د هغوی له پوهې، تجربو او د هغوی له تحلیلونو په خپله مسلکي برخه کې تخصصي ګټه پورته شي.»
اوسمهال د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې جګړه روانه ده او لسګونه ولسوالۍ طالبانو نیولي دي.