Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

دوا خان مینه پال د ملي شورا انګړ کې خاورو ته وسپارل شو

admin by admin
2021/08/07

د افغانستان حکومت  د رسنیو مرکز مشر مینه ‌پال،چې پرون کابل ښار کې طالبانو وواژه،نن  شنبه د « د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۶ مه» د  یو لړ دولتي مراسمو په  لړ کې د ملي شورا انګړ کې خاورته وسپارل شو.

مراسمو کې  کوم لوړ پوړی دولتي چارواکی نه ترسترګو کېده او یوازې د ولسمشر سلاکار وحیدعمر په کې ګډون کړی و.

د ولسمشر سلاکار وحید وعمر  وايي:«  هغه غږ،چې مینه پال پورته کړی و، دفتنې، یرغل  او تیارې پر وړاندې و او دا غږ به هېڅ کله مړ نه شي. که یو مینه پال یې واخېست،خو په دې وطن کې زرګونه نور مینه پالان شته،چې دا غږ ژوندی وساتي.»

مینه ‌پال،چې له دولتي دندې وړاندې یې کلونه له رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی و، د تدفین مراسمو کې یې پخوانیو همکارانو او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولینو وویل،په وژنو یې څوک نه شي چوپ کولای او خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي.

د خبریالانو خوندیتوب کمیټې مشر نجیب  شریفي وايي:« پر وژنو سره به زموږ اراده ضعیفه نه شي او دا مو هېواد دی. موږ خپل لار انتخاب کړې،چې پر مخ به ځو او هېڅ څوک زموږ پر وړاندې خنډ نه شي جوړېدای.»

د دوا خان مینه پال د کورنۍ غړي بیا وايي، له جمهوریت یې د دفاع په لاره کې له کوره پنځه جنازې وتلې دي او لاهم قربانۍ ته چمتو دي .

دوی له امنیتي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د مینهپال قاتلین پيدا او مجازات کړي.

د مینه پال د کورنۍ غړی  وايي:« دا زموږ د کورنۍ لومړۍ غم دی،په دې لار کې زموږ له کوره پنځه جنازې وتلي دي،خو شاته به ونه ګرځو او ادامه به ورکړو،خو حکومت دې زموږ د مینه پال عاملین پیدا او قانوني سزا دې ورکړي.»

دوا خان مینه پال د تیرې  جمعې پر ورځ د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د څلورو وسله‌ والو طالبانو بریدګرو له خوا هغه مهال په ډزو ووژل شو،چې له دولتي زرهې موټر نه خپل شخصي موټر ته پورته شو او د کور پر لوري روان و.

 دواخان کلونه د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند پاتې شوی و او وروستۍ دنده یې د حکومت  رسنیو مرکز مشري وه. مینه پال واده کړی و او دوه زامن او درې لوڼې ترې پاتې شوې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist