د افغانستا د سنوکر ملي لوبډلې ته د غوره سنوکر کارانو پېداکولو سيالۍ نن شنبه د « ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۶ مه» کابل کې پېل شوې او تمه ده يوه اوونۍ به دوام وکړي.
لوبغاړی رئیس خان سنزی وايي:« دا سیالۍ ډېرې ګټوري دي. ځوانان او ماسټران په کې برخه لري. زه هم دې لوبو کې برخه لرم.»
لوبغاړی: « سیالیو ته مې دوه مياشتې تمرين کړی دی. زه تمه لرم،چې دا ځل پايلوبې ته لار پیدا کړم او د قطر په کوربتوب اسيا جام کې ولوبېږم.»
د دې سیالیو اصلي موخه د اسيا سنوکر سیالیو ته د لوبغاړو موندل او ټاکل دي.
له شاوخوا ۵۰ لوبغاړو به يوازې دوه څېرې چې لومړی او دويم ځای وګټي انتخاب او په قطر هېواد کې کېدونکي اسيا جام کې به د افغانستان استازيتوب وکړي.
تېر ځل لوبو ته افغان لوبغاړو چمتووالی نیولی و،خو د کورونا وبا له کبله یې ونه شو کړای،چې د اسيا سنوکر سیالیو کې برخه واخلي.
د افغانستان سنوکر فدراسيون مشر محبوب دارابي وايي:« اوه دېرشم پړاو اسيا سنوکر سیالۍ د سيپټمبر په يولسمه نېټه په قطر کې پیل کېږي او موږ به له دغو سیالیو دوه لوبغاړي ورولېږو.»
تر کرنتین وروسته دا لومړی ځل دی،چې سنوکر کاران د يو بل پر وړاندې سيالۍ کوي.
د افغانستان سنوکر په وروستيو څو کالونو کې کومه لويه لاسته راوړنه نه لري،خو په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کال کې رئيس خان سنزي او صالح محمد محمدي له نړيوالو سیالیو مډالونه ګټلي وو او دغه دواړه لوبغاړي په سږني پړاو کې د ځوانو لوبغاړو سره بخت ازمايي،چې په اسياي سياليو کې د افغانستان استازيتوب وکړي.