Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یوناما: روان تاوتریخوالي،کورونا او د سولې بهیر فساد سره مبارزه ټکنۍ کړې

admin by admin
2021/08/05

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، روان تاوتریخوالي، کورونا او د سولې بهیر له فساد سره د دغه هېواد مبارزه ټکنۍ کړې ده. 

راپور کې په کې  دې برخه کې د افغان حکومت هڅو ستاینه شوې،خو ټینګار شوی،چې د روڼتیا او حساب ورکونې برخه کې لا هم نیمګړتیاوې شته.

په دغه راپور کې د ۲۰۲۰ کال جنوري میاشتې څخه د روان کال تر مې میاشتې پورې موندنې ځای پر ځای شوي دي.

د یوناما راپور یوه برخه:« زموږ راپورموندلې ده،چې افغانستان کې د فساد ضد د حقوقي او بنسټیزو چوکاټونو د رامنځته کولو برخه کې مثبت ګامونه پورته شوي دي. خو لا هم د شفافیت، روڼتیا او حساب ورکولو برخه کې ګڼې نیمګړتیاوې شته.»

یوناما په دې راپور کې مني،چې روان امنیتي وضیعت، کورونا وبا او د سولې روانو خبرو د دغو اصلاحاتو مخه ډب کړې،خو سپارښتنه یې کړې،چې افغان حکومت  یادو مبارزو ته دوام ورکړي.

په راپور کې د افغان دولت له خوا د فساد ضد کمیسیون جوړولو هرکلی شوی او زیاته کړې یې ده، که یاد کمیسیون خپلواک  واوسي، د فساد پر ضد ښه مبارزه کولی شي.

یوناما د فساد له منځه وړلو برخه کې د سترې محکمې ونډه هم کلیدي یاده کړې ده.

د یوناما راپور یوه برخه:« سترې محکمې په افغانستان کې جرمونه کم کړي دي او د ځواب ورکونې برخه کې یې اصلاحات رامنځته کړي دي. موږ وړاندیز کوو،چې د قانون عملي کولو ظرفیتونه لوړ شي، تر څو د فساد برخه کې جرمونه کشف او تورن کسان د هغوی موقف ته له کتو پرته ونیول شي.»

د یوناما مشره ډیبورا لاینز وایي، له فساد سره اغیزمنه مبارزه د دولت مشروعیت زیاتولی شي او د سوکالۍ او ټیکاو لامل کېږي.

راپور کې همداراز وړاندیز شوی دی،چې افغان حکومت دې له فساد سره د مبازې برخه کې له رسنیو، مدني فعالانو او ټولو هغو بنسټونو ملاتړ وکړي،چې په دې برخه کې له حکومت سره همکار دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist