Skip to content
د کندز امنیه قومندان زبردست ساپی وایي، دغه عملیات یې د چهاردرې ولسوالۍ د بېرته نیولو په موخه پیل کړي، چې تر دې مهاله یې څلور کلي د وسله والو طالبانو له شتونه پاک کړي دي
زبردست ساپی زیاتوي، چې طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګرونه جوړ کړي،
پلونه یې الوزولي او سړکونه کې یې په مایونو ځای پر ځای کړي، خو په وینا یې هوډ لري، چې دغه ولسوالې به له طالبانو ونیسي.
ساپي عملیاتو کې د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه و نه ویل.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.