Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې  له اوږدې مودې وروسته د کانکور ازموینه واخېستل شوه

admin by admin
2021/08/05

په کابل کې د کانکور د ازموینې یو شمېر ګډون کوونکي آزموینې ته اندېښمن دي او وايي، د کورونا وبا  محدودیتونو او کرنتین  یې پر درسی سیسټم منفي اغېز کړی او هغه ډول چې اړتیا وه، چمتووالی نه لري.

د کانکور ازموینې  یو تن ګډون کوونکی آرش حلیم زاده وايي: «د ښوونځي زده کړو پر مهال یوه خوا او د کانکور آزموینو د پیل پر مهال بله خوا زموږ زده کړې اغېزمنې کړې تاوان یې را واړاوه.»

د کانکور ازموینې ګډون کوونکې مینه ایوبي وايي: «موږ هغسې خپلو زده کړو ته رسیده ګي ونه کړه، څنګه مو چې باید کړې وای. ډېرې ستونزې رامخته شوې، د ښوونځي درسونه مو هم داسې ونه ویل لکه مخکې به مو چې ویل، په دوو میاشتو کې مو کال خلاص کړ.»

د لوړو زده کړو وزارت شمېرې ښیي، سږ کال له کابله کانکور ازموینه کې ۵۸ زره کسانو ګډون کړی دی، چې ۳۲ زره یې نجونې او ۲۵ زره ګډون کوونکي یې هلکان دي.

د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر وايي: «په کابل پوهنتون کې ډېر مثبت اقدامات ترسره شوي، تر څو زده کړیالان ښې زده کړې وکړي. پوهنتون ته باید د کانکور آزموینې ګډونوال د ارزښتونو پر اساس لاره پیدا کړي.»

کلونه وړاندې د کانکور سیسټم له تقلب او درغلیو ډک وو، چې بې باوریو اغېز یې تر اوسه پورې د خلکو تر منځ پاتې دی، خو اوس ټینګار پر دې دی چې د کانکور سیسټم برېښناییز شوی او د هر ډول انساني مداخلي مخه په کې نیول شوې ده.

د ازموینو ملي ادارې مشر عبدالقدیر خموش وايي: «د خوښۍ ځای دی چې د کانکور آزموینه کې د نجونو شمېر زیات دی. له ستونزو سره سره چې بېلابېلو سېمو کې شته، د ښځو د زیات شمېر ګډون ښه زیری دی.»

هېواد کې د څوارلس سوم کال کانکور ازموینې په ثور میاشت کې پیل شوې، چې په ۳۳ ولایتونو کې یې پروسه بشپړه شوه، خو کابل د کورونا وبا له امله له کانکور ازموینې وروسته پاتې شو، چې نن یې له څو میاشتیني ځنډ وروسته دوې دوره ازموینه واخېستل شوه.

سږ کال په ټول هېواد کې له ۱۵۰ زره زیاتو کسانو کانکور آزموینه کې ګډون کړی دی، چې ۵۸ زره یې له پلازمینې کابل ول.

د کانکور ملي ادرې مسوولین وايي، د ازموینو له پای ته رسیدو لس ورځې وروسته به پایلې اعلان کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist