Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي:  د پکتیا مرکز ګردیز کې حالت تر کنټرول لاندې دی

admin by admin
2021/08/05

د ۲۰۳  تندر قول اردو مسوولین  وایي ،  د ګردیز ښار حالت یې تر کنټرول لاندې دی او وسله وال پرې د ډله ییز برید توان نه لري .

د یادې قول اردرو ویاند ایمل مومند ايي، ګردیز ښار کې کافی شمیر امنیتي ځواکونه میشت دی او وروستیو ورځو کې د ښار کمربند لا ټینګ شوی دی.

مومند زیاته کړه:« د پکتیا مرکز ګردیز په اړه،چې وسله وال طالبان کوم منفي تبلیغات کوي، د خلکو د ذهنونو خرابولو په موخه  دي. په ټوله کې وضعیت د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او داسې څه نه شته لکه څنګه یې چې خلک په اړه اندیښنه لري.»

د ملي اردو سرتېري بیا وایي، د کمربند د ټینګښت هڅې روانې دي او اجازه نه ورکوي، چې وسله وال ښار ته دننه شي .

د ملي اردو د لومړۍ لیوا لومړي کنډک قوماندان حمزه افغان وايي: « د ګردیز شااوخوا کمربند قوي دی. موږ لا قوي کړی او نور هم کار پرې روان دی. د ګردیز اوسیدونکو ته ډاډ ورکوو ،چې وسله وال پر ښار برید نه شي کولی.» 

خو ولایتي شورا ګردیز کلابند بولي او له مرکزي حکومت غواړي، چې د دغه ښار د ژغورلو لپاره دې پر وخت اقدامات وکړي .

د  ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل  وايي:« حکومت دې نور د ګردیز ښار، ګردیز ته څېرمه ولسوالیو کلابندي دې ماته کړي. قوي عملیات دې پیل شي او که چېرته عملیات نه کېږي، خدای مه کړه،کومه دسیسه،چې د سولې په نوم روانه وي، بیا دې د پکتیا مسوولین ولس ته ښکاره ووایي.»

د تندر قول اردو قومانداني وایي ، پکتیا کې د له لاسه وتلو ولسوالیو د بیرته نیولو پلان وروستی شوی او نږدې ورځو کې به دغه عملیات پیل شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist