Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: ګردېز ښار کې سلګونه کسانو د تکبیر نارې په ویلو سره له امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ

admin by admin
2021/08/05

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ملاتړ د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې هم پرون شپه سلګونه کسان واټونو ته وتلي او  د تکبیر نارې یې پورته کړې. 

دوی چې د پاکستان او وسله والو طالبانو پر ضد یې شعارونه ورکول، امنیتي او دفاعي ځواکونه یې د هېواد رښتیني اتلان یاد کړل، چې پر وینا یې، له خلکو او خاورې ساتنه کوي.

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي: «له امنیتي ځواکونو ولې ملاتړ کوو؟ ځکه له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو چې هغه زموږ د سر ساتلو لپاره راغلي دي. طالبه! ته خو زما سر اخلې، ما وژنې. کله چې ما وژنې نو زه به ستا ملاتړ نه بلکې ستا مخالفت کې ودریږم.»

د پکتیا اوسېدونکی وايي: «موږ په یوه غږ د الله اکبر نارو په ویلو سره له امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلانوو او له سرښندونو یې مننه کوو.»

د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ راټولو شويو کسانو تور پورې کړ چې وسله وال د ګاونډیو هېوادونو په اشاره د هېواد امنیتي بنسټونه، ښوونځي او روغتونونه ورانوي او دوی کله هم د داسې کړنو اجازه ورنه کړي.

د پکتیا اوسېدونکی: «نن جنګ د طالب او حکومت تر منځ نه دی. زموږ جنګ له پاکستان سره دی. پاکستان په مستقیم ډول له موږ سره پر جګړه بوخت دی.»

د پکتیا اوسېدونکی: «د افغانستان نظام په حقه دی او جنګي ډله په ناحقه دي. هغوی زموږ له تکبیر ویلو په وېره کې دي.»

له څو ورځو راهیسې هېواد کې خلک د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ واټونو، کلیو او کوڅو ته راوځي او د تکبیر نارې په ویلو سره له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ څرګندوي، چې طالبانو هم ورته غبرګونه ښودلی دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist