هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د لښکرګاه ښار په لارو او سړکونو کې یې د "الله اکبر" نعرو په ویلو سره د طالبانو خلاف پوځي عملیات پیل کړي

لښکرګاه ښار کې کوڅه په کوڅه جنګ دی، له امنیه قومندانۍ، ولایت ودانۍ، لومړۍ حوزې ودانۍ، ملي امنیت، سرحدي لوا، د شهرا کنډ، د پولیسو ښوونیز مرکز، د پولیسو ځانګړې قطعه او حمایوي کنډک پرته، د ښار نورې ډېری کوڅې او کورونه طالبانو نیولي او لاس په لاس جګړه ده.

خبرپانه وایي، عملیات به تر هغو دوام وکړي، چې په ښار کې یو طالب هم پاته وي.

دمګړۍ د جګړو امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي، خو خلک له حکومت او طالبانو غواړي، چې جګړه له ښاره وباسي، تر څو عام خلک خوندي او کورونه یې ویجاړ نه شي.