امنیه قومندانۍ وایې، وسله والو طالبانو پرون شپه د هرات ښار اړوند لسمې امنیتي حوزې باندې برید کړی، چې پر مهال یې د حوزې امر وژل شوی او څو نور سرتېري ټپیان شوي دي.
د هرات د لسمې حوزې آمر څارمن وحید احمد کوهستاني له طالبانو سره جګړه کې لومړی ټپي او وروسته یې ساه ورکړې ده.
د هرات ځایي مسؤولین وایي، طالبانو تېره شپه هممهاله د ښار پر ٧ برخو بریدونه کړي، چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي او د دوی بریدونه پر شاه تمبول شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.