ټاکل شوې چې د روانې اګست میاشتې پر شپږمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت په اړه ناسته وکړي.
د افغانستان بهرنیو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، امنیت شورا باید د طالبانو هغو عملیاتو مخنیوی وکړي، چې بشري ناورین په کې رامنځ ته کېږي.
هغه وايي، تمه لري چې امنیت شورا افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره په عملي لارو چارو هم اقدام وکړي.
ګران هېواد وايي: «د هغې خاصې او فوق العاده غونډې چې ملګرو ملتونو امنیت شورا په پام کې لري، د اګسټ په ۶ مه په لاره اچوي، تمه ده داسې پرېکړې اتخاذ کړي چې موږ سولې اوثبات ته د رسېدو لپاره په عملي لارو کې جدي اقدامات په نظر کې وي. په دې سلسله کې موږ تمه لرو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو بریدونو عاجل بندېدو، د تاوتریخوالی درېدو لپاره او هغه بشري ناورین چې د طالبانو د عملیاتو په پایله کې رامنځ ته شوی، مخه ونیسي. داسې تصمیم ونیسي چې سولې ته د رسېدو لپاره اساسي پرېکړې وکړي او هغه شپږ میاشتني امنیتي پلان ملاتړ وکړي، چې افغان حکومت جوړ کړی.»
ملګرو ملتونو بیا د جګړې پر لورو د سم لاسي اوربند غږ کړی دی.
طالبان وایي، ترهغو چې مقابل لوری په جګړې ټینګار لري دوی تیار نه دي چې اوربند ومني.
افغان حکومت د وضعیت ترینګلتیا پړه په طالبانو اچولې ده.
اوس د بشر حقونو سازمان وایي، ښه به دا وي چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه افغانستان کې اوسني اندېښمن وضیعت لپاره لاس پکار شي او غوڅه پالسي خپله کړي.
د یاد سازمان ګل لعل وايي: «د جګړې په دواړو اړخونو باندې باید فشار راشي چې ولسي وګړو ژوند خوندي کړای شي، ځکه روان وضعیت اندېښنې راپورته کړي دي او که همداسې روان وي، ملکي مرګ ژوبله به زیاته شي او صحرایي محکمې به نورې هم عقدیي شي.
ښه به دا وي، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه د افغانستان اوسني اندېښمن وضعیت لپاره لاس په کار شي او غوڅه پالسي خپله کړي.»
ملګري ملتونه بریالي نه شو چې په ترکیه کې طالبان او افغان حکومت د خبرو اترو په میز کېنوي.
دا مهال چې جګړې زور کړی د سولې خبرې شاته غورځېدلي دي.