په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازي مرستیال دمیتري پلیانسکي ویلي، افغانان دې په دغه هېواد کې را منځته شوې ستونزې خپله حل کړي.
دمیتري پلیانسکي ویلي، باوري دی، چې افغانان کولی شي هغه ستونزې، چې ورته پېښې شوي په مسقلانه توګه حل کړي.
پلیانسکي زیاته کړې، افغانان دې لومړی ټولې خپلمنځي ستونزې یو خوا پرېږدي او په دې دې غور وکړي، چې په خپل هېواد کې څه غواړي او څنګه کولی شي پراختیا ورکړي.
هغه افغانان هوښیار خلک ګڼلي، چې کولی شي خپلې ستونزې خپله حل کړي.