یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او باید ژر تر ژره اوربند وشي.
د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د سولې له هغې پروسې ملاتړ کوي، چې د افغانانو په مالکيت او مشرۍ ترسره شي.
په یو شمېر ولایتونو کې جګړه ورځ تر بلې پراخه او خونړۍ کېږي، چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
بل پلو د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی او له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
یاد سازمان، له حکومت او طالبانو غوښتي، چې مذاکرات دې پیل کړي، سیاسي هوکړې ته دې ورسېږي او اوربند دې وکړي.
تمه ده، چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ ناسته کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.