Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیل زاد:افغانستان کې سیاسي جوړ جاړی باید یوه دایمي حکومت ته د رسیدو لپاره یوه انتقالي دوره ولري

admin by admin
2021/08/05

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد له روان وضعیته د وتلو لپاره د داسې یوې لارې وړاندیز کړی  دی،چې د یوې سیاسي هوکړې له مخې افغانستان کې ټول منلی حکومت جوړ شي.

خلیل زاد له دې سیاسي جوړ جاړې نه راټوکیدونکی یو دایمي حکومت په انتقالي دورې پورې تړلی دی. 

خلیل زاد وايي، دا دوره باید څومره وي، اساسي قانون به یې څه وي، پر لویو مسایلو لکه د اساسي قانون پر جوړونې، بې وسلې کولو، د اړخونو یوځای کولو، د امنیتي ځواکونو اصلاح او بلاخره دا چې څوک باید د انتقالي دولت مشري وکړي، باید پر دې مسایلو بحث او تفاهم وشي.

خلیل زاد زیاته کړه:« په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړی باید یوه دایمي حکومت ته د رسیدو لپاره یوه انتقالي دوره ولري.  دا دوره باید څومره وي، اساسي قانون به یې څه وي، پر لویو مسایلو لکه د اساسي قانون پر جوړونې، بې وسلې کولو، د اړخونو یو ځای کولو ، د امنیتي ځواکونو اصلاح او بلاخره دا،چې څوک باید د انتقالي دولت مشري وکړي. باید پر دې مسایلو بحث او تفاهم وشي.» 

اخوا د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله  له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، په جګړې ټینګار او درېدل تېروتنه ده او باید  طالبانو سره د افغانستان قضیه له سیاسي لارې حل شي.

هغه افغانستان کې د حکومت د بدلون په تړاو وویل، اوس یې مذاکرات هغې مرحلې ته نه دي رسېدلي.

عبدالله زیاته کړه:« موږ د سیاسي حل لپاره تیار یو،پر همدې اساس مو دوحه کې هم ټینګاروکړ،چې راځئ، پر سیاسي حل خبرې وکړو. کله چې سیاسي حل ته داخل شو،پر  ټولو مسایلو خبرې کولای شو.»

خو طالبانو افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي لپاره په نوي اسلامي نظام ټینګار کړی او په وینا یې،په دې اړه یې توافق نامه کې پوره وضاحت شته دی او اسلامي نظام به ضرور جوړیږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ وايي:« د نوي اسلامي نظام په اړه په توافق نامه کې په صراحت سره راغلي،چې رامنځ ته کېږي، به بین الافغاني مذاکرات هم د همدې هدف لپاره شروع او روان دي.»

د افغان سولې لپاره د امریکا استازي ویلي، اوسنی وضیعت د اندیښنې وړ دی او هیله یې دا ده،چې افغان حکومت او طالبان د سیاسي  جوړ جاړي لپاره هڅې وکړي.

 په اوس کې د افغان حکومت تمرکز پر امنیت دی،تر څو له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي او په دې تړاو یې طرحه هم بشپړه شوې ده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist