Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې د بې ځايه شويو او بېرته راستنېدونکو لپاره د برښنايي پېژندپاڼو ورکړې څانګه فعاله شوه

admin by admin
2021/08/05

د افغانستان کډوالو چارو وزارت مرستیال  شیر عالم امله وال وايي،دې چارې سه  به د د کورني بې ځاي شويو او بېرته راستنېدونکو افغانانو کره امار هم تر لاسه شي. 

دغه راز د امله وال پر بېځايه شويو او راستنېدونکو کورنيو د مرستو وېشلو برخه کې د شفافيت لپاره هم  د حکومت دا اقدام اغیزمن یاد کړ.  

امله وال زیاته کړه:« موږ غواړو،چې ټول کورني بې ځايه شوي او بېرته راستانه شوي کډوال بایومټريک شي او وپېژندل شي،تر څو ارقام  یې دقيق شي. په دې سره به د بې ځايه شويو او راستنېدونکو کورنيو لپاره د مرستو لړۍ منظمه او منسجمه شي.»

د کډوالو چارو وزارت د پاليسۍ مرستيال د اندېښنې په څرګندولو وايي، په تېرو دوه مياشتو کې په ټول هېواد کې د جګړو له امله ۶۰ زره کورنۍ بې ځايه شوي،چې ډېری يې بېړنيو مرستو ته اړتېا لري. 

امله وال وايي:« په تېرو دوه مياشتو کې په ټول هېواد کې د جګړو له امله شااوخوا ۶۰ زره کورنۍ بې ځایه شوي دي. دا يوه لويه ستونزه ده،خو افغان دولت ټولو مرسته کوونکو سره يو ځای کوشش کوي،چې دوی ته مرستې ورسوي.»

په ورته مهال بلخ کې د احصايې ادارې مسوولين تائيدوي،چې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش برخه کې لا هم له جدي ستونزو سره مخ دي، خو ولايت مقام وايي، ستونزې به تر ډېره بريده حل شي. 

د بلخ د احصايې مشر محمد بشیر محمود:« زموږ مرکزونه په سمه مانا اکمال نه دي. زموږ څلورم او پنځم مرکز د پروژو د توقف له امله تر اوسه پورې نه دي پرانيستل شوي او ناسم امنيتي وضعيت هغه  څه دي، چې موږ يې له ستونزو سره مخ کړي يو.»

 د بلخ والي مرستیاله ربابه نايبي وايي:« موږ ته هم د ستونزو او کم کارۍ راپورونه رسېدلي،خو اوس د احصايې مشر ژمنه وکړه،چې په ورځ کې به د ۱۵۰۰ کسانو کارونه اجرا کوي.»

د مالوماتو له مخې، بلخ ولايت کې دمګړې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش درې مرکزونه فعال دي،خو د خلکو تقاضاء ته په کتو ياد مرکزونه يوازې د ۴۰ سلنه کسانو کار پر وخت خلاصولی شي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist