وسله والو طالبانو پرون شپه د اروزګان ولایت په چورې ولسوالۍ کي نامتو تاریخ پوه او لیکوال عبدالله عاطفي له کوره ایستلی او وژلی دی.
د مالوماتو له مخې، تېره شپه ماخستن د چورې ولسوالۍ د استخباراتو د مسوول ملا محمد حسن (چې شبکه یې اسد ده) لخوا له خپله کوره ایستل شوی او په مرموزه توګه وژل شوی.
نوموړی د شنکجې او وهلو ډبولو په پایله کي وژل شوی دی.
عاطفي د اروزګان ولایت د چورې ولسوالۍ اوسېدونکی و.
.هغه په اقتصاد او انجینیرۍ برخه کې ۲ ماسټرۍ په اوکراین هېواد کې کړي وې
نوموړي د ( شرق السطان لرغوني پښتانه عبریان ) په نوم د تاریخ یو کتاب په ۱۳۰۰ مخونو کې له نن څخه شل کاله وړاندې چاپ کړی وو.
له هغه ډېر نور ناچاپه اثار هم پاتې دي، چي د غربت له امله یې له چاپ عاجز و.
چوره ولسوالۍ څه باندې یوه میاشت وړاندې د وسله والو طالبانو له لوري په بشپړ ډول نیول شوې وه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.