د هرات ځایي چارواکي وایې، د ګذرې ولسوالۍ اړوند پښتون پُل سیمه کې یې پرون مازدیګر مهال د وسله والو طالبانو پر یوه چیک پواینټ هوایي برید کړی، چې له امله یې ١٥ طالبان وژل شوي دي.

مسؤولین وایې، تېره ورځ ګډو امنیتي ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي، چې طالبان یې له ځینو سیمو شاتګ ته اړ کړي دي.

همدا تېره شپه د هرات اوسېدونکي د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ملاتړ د خپلو بامونو سرته پورته شوي وو او په لوړ آواز یې د الله اکبر نعرې وهلي.