د هرات کرنې ریاست شمشاد ته ویلي، ټاکل شوې د کرنې وزارت اړوند د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې له لارې په دې ولایت کې د غنمو ساتنې په موخه یوه فلزي ۲۰ زره ټنیزه سیلو جوړه شي.

په همدې موخه یاد ریاست د مشورې او همغږۍ لپاره د کاري شریکانو د ۵۰ تنو استازو سره یو ورځنی مشورتي ورکشاپ هم جوړ کړی.

د غنمو ساتنې یاده ۲۰ زره ټنيزه سیلو باندې پنځه میلیونه ډالره لګښت راځي.