د بهر نیو چارو وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې محمد حنیف اتمر د یوناما له مشرې دیبورالاینز سره د خبرو په مهال ویلي، د طالبانو بریدونه زیات شوي، چې ور سره د ملکي مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې او بشري خدمتونه بند شوي دي.
اتمر دیبورا لاینز ته ویلي، ملګري ملتونه دې د طالبانو پر هغو ګړنو، چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي او عامه تاسیسات له منځه وړي، سترګې نه پټوي.
د ملګرو ملتونو استازې بیا د طالبانو بریدونو ته په اشارې ویلي، د طالبانو د بریدونو له امله د مرستندویه موسسو فعالیتونه درېدلي او د کار کوونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ شوی دی.
د تېرې جمعې په ورځ هرات کې د ملګرو ملتونو پر دفتر برید کې یو افغان پولیس ووژل شو او یو شمېر نور ټپیان شول.
پریوناما سربېره یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.