د کاناډا په تورنټو ښار کې پرون د « زمري پر ۱۰ مه» لسګونه افغانانو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو او له جمهوري نظام پر ملاتړ او د پاکستان پر ضد لاریون کړی دی.
لاریون کوونکو پاکستان د افغانستان په چارو کې پر لاسوهنې او افغان جګړې پر ملاتړ تورن کړ.
دغه راز دوی له نړیوالې ټولې هم غوښتنه وکړه،چې پر پاکستان فشار راوړي،ترڅو له لاسوهنو او د جګړې له ملاتړ لاس واخلي.