امنیتي مسولین وایي، طالبانو پر تخته پُل ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ، خو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو وروسته طالبان له ماتې سره مخ شول.
د دغې ولسوالۍ امنیه قومامدان دویم څارن هاشم رېګوال وايي، برید تېره شپه دوه بجې د تخته پُل او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ د “مېل” په سیمه کې شوی، چې امریکايي هوایي ځواکونو هم د دوی مرسته وکړه، چې د عملیاتو پایله کې ۳۵ وسله وال طالبان ووژل شول.
د رېګوال په وینا، له وسله والو یې درې هاموې ټانګونه هم نیولي دي.
په ورته مهال کې د کندهار ښار او پنجوايي ولسوالي کې هم هوايي بریدونه شوي
سرچینې وايي، تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د کندهار ښار په اوومه او اتمه حوزه کې د طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړي.
سرچینه زیاتوي، تیره شپه امریکایي ځواکونو هم د پنجوايي ولسوالۍ مرکز کې طالبان په نښه کړي، چې طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچینه وایي، د پنجوايي ولسوالۍ په هوايي برید کې هغه “ډي سي توپ” هم له منځه وړل شوی، چې طالبانو له حکومتي ځواکونو نیولی و.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.