Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا:مرکز ګردیز او سیدکرم ولسوالۍ کې د جګړې له امله ۱۵ ښوونځي تړل شوي 

admin by admin
2021/08/02

ځايي چاراوکي وايي، مرکز ګردیز کې شااوخوا ۵  او سیدکرم ولسوالۍ کې ۱۰ ښوونځي  د جګړې له امله  تړل شوي او زرګونه زده کوونکې ازموینو کې ګډون نه شي کولی.

د سید کرم ولسوالۍ اړوند د حضرت علي لیسه،چې د جګړې له سیمې لیرې پرته ده او زده کوونکي یې د ازموینو لپاره راغلي، د جګړې پر ښکیلو خواو د اوربند غږ کوي او وایي، سیدکرم کې دې جګړه ودرول شي، څو ټول زده کوونکي په ازموینو کې برخه واخلي .

د سیدکرم ولسوالۍ د حضرت علي لیسې یوه  زده کوونکې وايي:« زموږ غوښتنه دا ده،چې په سیدکرم ولسوالۍ کې او هېواد په ډېری برخو کې جګړه روانه ده او  باید دا جګړه  ودرول شي. مرور وروڼه سره پخلا شي.»  

د سیدکرم ولسوالۍ د حضرت علي لیسې زده کوونکې وايي:«  جنګ دې ورک شي، نو دې ورک شي. موږ سوله غواړو. زه غواړم، ښوونځی ووایم او ډاکټره شمه.» 

د پکتیا اوسېدونکي هم پر حکومت او طالبانو د سولې او اوربند غږ کوي،څو ماشومان یې وکړای شي، په ډاډه زړه ښوونځیو ته لاړ شي .

د پکتیا اوسېدونکی وايي: «  له دواړو غاړو مو دا غوښتنه ده،چې د پوهنې په چوکات کې چې هرڅوک وي، له سیاست لرې خلک دي. غواړو،چې پر هغوی رحم وکړي.»

د پکتیا اوسېدونکی وايي: « موږ غواړو،کوم ښوونځي،چې تړل شوي دي، باید بېرته خلاص شي  او د  زده کوونکو خوارۍ باید عبث ولاړې نه شي.»

اخوا د پوهنې ریاست مشر کوچی ځاځی بیا وایي، که جګړه ونه درېږي ، د وزارت لایحې له مخې، به له دغو زده کوونکو د کال په پای کې ازموینې واخېستل شي.

ځاځي زیاته کړه:«په مرکز ګردیز کې څلور یا پنځه  ښوونځي او په سیدکرم ولسوالۍ کې شااوخوا ۱۰ ښوونځي به وي،چې هلته جګړه ده او د جګړې له امله زده کوونکي نه شي کولائ،چې ازموینه ورکړي. د پوهنې وزات د لایحې له مخې، له هغو زده کوونکو موږ څلورنیمې میاشتنۍ ازموینه د کال اخر کې هم اخېستل شو.»

 د جګړې له کبله یوازې د مرکز ګردیز او سیدکرم ولسوالۍ کې د ۱۵ ښوونځیو زده کوونکي ازموینو کې ګډون نه شي کولی او د دغه ولایت نورو ښوونځیو کې د ازموینو بهیر په نورمال ډول روان دی. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist