Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشرغني: طالبان د سولې لپاره هېڅ اراده نه لري

admin by admin
2021/08/02

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د  یکشبنې ورځ د « زمري پر ۱۰ مه» د کابینې په لومړنۍ برښنايي ناسته کې د وینا پر مهال وویل،  طالبان د سولې لپاره هېڅ اراده نه لري، تمرکز یې پرجګړی دی او  ظلمونه یې لا ډېر کړي دي. 

ولسمشر غني وايي، طالبانو هېڅ مثبت بدلون نه دی کړی او دا ډله یوازې په نیول شویو سیمو کې وېجاړۍ کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني :«  طالبانو واقعا د تېرو ۲۴ کالونو پرتله بدلون کړی دی. بدلون یې په څه کې دی؟ کرکجن شوي،لا ډېر ظالمان شوي او  نامسلمان شوي دي.هو! بدلون یې کړی دی،خو مثبت بدلون نه.»

ولسمشر غني وايي،د طالبانو له خوا نیول شویو سیمو کې وېجاړي رامنځته شوي او ټینګار یې وکړ،چې دا ډله نه غواړي افغانستان کې سوله ټینګه شي.

هغه زیاته کړه،چې طالبانو په ښوونځیو کې له وطن سره د مینې مضمون لرې کړی او د افغانستان تاریخ او جغرافیې لرې کېدو هوډ هم لري.

ولسمشر محمد اشرف غني:« طالبان لومړني کارونه،چې په ولسوالیو کې کوي، څه دي؟ له هېواد سره د مینې برخه له کتابونو وباسي. له یاده مو ونه ووځي، د تاریخ او جغرافیې لرې کېدو هوډ هم لري.»   

په ورته وخت کې غني له ټولو وزارتونو په جدي توګه غوښتنه وکړه،چې خپل ځان دې له برښنايي سیستم سره برابر  او د مامورینو معاشونه دې پر وخت ورکړي.

په وزارتونو کې برښنايي سیستم  نوښت دی او چارواکي تمه لري،چې  له دې سره به د خلکو ستونزې راکمې، فساد مخنیوی او د خلکو لپاره به آسانتیاوې رامنځته شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist