د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یکشنبې « د زمري پر ۱۰ مه» د جګړې پر زیاتوالي اندېښنې او د سولې فرصتونه او ستونزې په نوم کنفرانس جوړشوی دی.
د کنفراسن ګډوانوال وايي، حکومت او طالبان باید پر بېړني اوربند هوکړه وکړي.
په ورته وخت کې دوی په جګړه ځپلو سيمو کې د بشري او انساني حقونو پر نقض هم ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
د ښځو د حقونو فعاله فریبا اکبريار وايي:« دواړو لورو په جلسو کې ویلي،چې د بشري حقونو اصولو ته ژمن دي، خو متاسفانه،کله چې ولسوالۍ نیسي او عملا جنګ ته داخلېږي، هېڅ ډول حقوقو ته ژمن نه وي.»
په ورته مهال د بلخ ځوانان نيوکه کوي،چې د جګړې ښکېلو اړخونو د سولې پر ځای د جګړې ميدانونه ګرم ساتلي دي.
مدني فعال بشيربدلون وايي:« هر ډول پرمختګونه پر ټپه ولاړ دي.تعلیمي مرکزونه تړل شوي دي. خلک په وېره کې دي. وحشت اوج ته رسېدلی دی. د خلکو له دواړو لورو غوښتنه دا ده،چې سوله وکړي.»
د بلخ اوسېدونکې حسیبا نوري وايي:« چارواکي مو پر لوړ اواز دا وايي،چې ملت ته سوله راوړي،خو چېرته دي، تر اوسه پورې یې کوم کار کړی دی. لاسته راوړنې یې کومې دي.»
د بلخ اوسېدونکي پر داسې مهال په هېواد کې د اوربند غوښتنه کوي،چې وروستيو ورځو کې يو ځل بيا پ ګڼو ولايتونو کې جګړو زور اخيستی او طالبان د هرات، کندهار او لښکرګاه ښارونو ته ننوتلي دي.