پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، امریکا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه کې ناکامه وه.
کرزي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، د طالبانو تحریک له سقوط وروسته، ډېری طالبانو سوله ییز ژوند غوره کړ، خو امریکا دوی په زور جګړې ته اړ کړل.
نوموړي ویلي، امریکا هغه مهال له ځینو سیمه ییزو عناصرو سره په ګډه د طالبانو پر کورونو بریدونو ته دوام ورکړ او همدا لامل شو، چې طالبان هېواد پرېږدي او بېرته وسله والې جګړې ته مخه کړي.
هغه دغه راز پر چین، روسیې، هند، ایران او نورو سیمه ییزو قدرتونو هم غږ کړی، چې په افغان سوله کې رغنده رول ولوبوي او په سیمه کې د امریکا د ناوړه پلانونو پر وړاندې ودرېږي.