د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې نن سهار د جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې د یوې کورنۍ یو ښځینه غړې وژل شوې او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
۳۵ کلنه نګینه، چې د پېښور اوسېدوونکې ده او خاوند یې په نشه يي توکو روږدی دی، نن له کوره له خپل خاوند او ٧ کلن زوی سره په ریکشا کې پورته کېدل، چې د خپل زوم هارون له خوا پرې د تفنګچې ډزې شوي، چې په پایله کې نګینه وژل شوې، خاوند او زوی یې ټپیان شوي دی.
د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایي، د لومړنیو مالوماتو پر اساس د پېښې اصلې لامل اخلاقي فساد دی.
په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي، چې ښاریان یې په اندېښمن کړي دي.