په کابل کې د چین سفیر د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي،چې د مذاکراتو د دوام او د سیاسي هوکړې پلوي دي او په افغانستان کې د یوه ټول شموله او معتدله اسلامي حکومت او له ترهګرو د پاک افغانستان پلوي کوو

وانګ یو وویل، دوی په دې باور دي،چې جنګ حل لاره نه ده او د افغان ستونزې د حل یوازنۍ لار خبرې اترې دي.

وانګ دغه راز د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو په ساتلو هم ټينګار کړی دی.

عبدالله عبدالله هم څرګنده کړې،چې افغان کشاله پوځي حل لاره نه لري او ټینګار یې کړی،چې پر کور دننه د ملي اجماع پياوړتیا او د نړیوالې ټولنې د همکاریو او همغږیو ډېرېدل د سولې لپاره مهم دي.