د افغانستان د امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواري نن «یکشنبه د زمري پر ۱۰ مه» کابل کې خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل، هرات ښار ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي.
شینواری وايي، ولسمشر په امنیتي غونډه کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ته دنده وسپارله،چې هرات ښار ته ولاړ شي.
په و رته وخت کې هغه وايي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالرحمن رحمان د تازه دمه ځواکونو پر ملتیا هرات ښار ته رسیدلی دی.
د هغه په خبره،هرات ته رسیدلي افغان ځواکونه په پرمختللو وسلو او مهماتو سمبال دي،چې زر به د جګړې لومړیو کرښو کې ځای پر ځای شي.
د هرات ښار اړوند کې نن څلورمه ورځ ده،چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
هلته ډېرې نښتې د ښار په سویل لور کې دي، چېرته،چې وسله والو طالبانو پرون د مالان پل هم نیولی دی.
اخوا د حوزوي روغتون مسوولین بیا وایي، نن او پرون ٢٩ ټپیان او دوه مړي ور وړل شوي،چې پوځي او ملکي کسان په کې شامل دي.