Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اجمل شینواری: سیاسي او جهادي مشرانو د افغان وسله وال پوځ د ملاتړ ژمنه کړې

admin by admin
2021/08/01

د افغانستان امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شیواري نن « یکشنبه د زمري ۱۰مه » کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، سیاسي او ځينو جهادي څېرو له  ولسمشر سره لېدنه کې د  افغان وسله وال پوځ څخه  ملاتړ اعلان کړی او ژمنه یې ورسره کړې، چې د نظام او جمهوریت پر ننګه ورسره درېدلي دي.

شینواری زیاتوي:« سیاسي او جهادي رهبرانو له ولسمشر سره په لیدنه کې د افغانستان له  وسله وال پوځ څخه  د خپل ملاتړ اعلان وکړ. رهبرانو د هر یرغلګر او ترهګریزې ډلې په مقابل کې د افغان امنیتي ځواکونو قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه، چې هڅه کوي خلک د مصلح قواوو د ملاتړ لپاره منسجم کړي.»

 د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا وايي، ډېرکله سیاسیونو د امتیاز په بدل کې له حکومت سره د یوځای کېدو او مخالفت کې لارې بېلې کړي دي.

دوی وايي، اوس که حکومت او نظام ته زیان اوړي، نو سیاسیون هم له دې امله زیان سره مخ کېږي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سبحان الله مصباح  وايي: «په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت یو عمده مسله دا ده چې پر ملي کچه سیاسي اجماع نه لرو. دغه سیاسیون چې پرون په ارګ کې راټول شوي وو، د دوی راټولېدل مثبته خبره ده، یوه اړیتا ده. که سیاسیون حکومت سره یوځای نه شي، نو خدای مه کړه، هم به سیاسیونو ته تاوان ورسیږي او هم به نظام ته. اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې ټول سیاسیون پرته له کومې سیاسي سلیقې د حکومت او امنیتي ځواکونو څنګ کې ودریږي، له نظام ننګه وکړي او د  دښمنانو په مقابل کې جګړه وکړي.»

خو یو شمېر نور د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا وايي، سیاسیون د اعتماد وړ نه دي او همدا خلک د دې لامل شوي، چې  د افغانستان خلک له بحران او کړکېچ سره مخ شي،هغه کړکېچ چې اوس په عملي توګه افغانان ورسره مخ دي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی توریالی ځاځی وايي: «همدغه سیاسیون د دې هېواد د کړکېچ او بحران اصلي عاملین دي او په دوی باور کول لویه تېروتنه ده. دوی وطن وران کړی او ولس یې له بدبختۍ سره مخ کړی ده. دوی هېڅکله د ولس او وطن په ګټه نه شي تمامېدلی، نو دوی باندې باور کول نه بښوونکې تېروتنه ده.»

د جمعیت اسلامي د یوې ډلې مشر استاد عطامحمد نور له خپلو درې زامنو سره په بلخ کې جګړې ته راووته، خو د طالبانو د جګړې تاب یې رانه وړ او هغه ولسوالۍ یې ونیوله چې استاد نور په کې پوځي مانور وکړ.

له دې وړاندې طالبانو له سیاسونو غوښتي ول، چې یا له  دوی سره یوځای شي او یا بې طرفه پاتې شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist