Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 کورنیو چارو وزارت: طالبان د عامو خلکو  له کورونو د سنګر په توګه استفاده کوي

admin by admin
2021/07/31

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند میروس ستانکزی وايي، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، په ګڼو ولایتونو کې افغان ځواکونو سره په جګړه دي.

ستانکزی زیاتوي، طالبان په یو شمېر  سیمو کې د پرمختګ لپاره د عامو خلکو له کورنو نه د سنګر په توګه استفاده کوي.

ستانکزي زیاته کړه:« جګړه اوس هم په هېواد کې شدت لري او کوم بدلون په کې نه دی راغلی.طالبان د جګړې په ډکر کې ملکیان سپر کوي او له هغوی د خپل پرمختګ لپاره ګټه پورته کوي.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي،د جګړې شدت د نورو د ګټو لپاره دی،خو قربانیان یې عام افغانان دي.

د سیاسي چارو شنونکی یحیا چاوش  وايي:«د امریکا متحده ایالتو پلان دا ده،چې افغانستان کې جګړه دوام پيدا کړي او سیمه کې دا نقطه ګرمه وساتي،ځکه غواړي،پر  خپلو سیمه ییزو  سیالانو چین او روسیې فشار راوړي. د همدې دلیل پر اساس د امریکا متحده ایالتو او طالبانو  هوکړه کړې،چې په قدرت کې طالبان شریک واوسي، بې له کوم دلیل د دوی ټول بندیان باید ازاد شي،چې له هغې ډلې ۵ زره  ازاد شول.»

طالبان هم د جګړو دوام تائیدوي او زیاتوي،چې افغان ځواکونو غوښتل یو شمېر سیمې له دوی ونیسي،خو نه دي بریالي شوي.

د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي،چې وسله والو طالبانو ته یې په ۱۵ ولایتونو کې د جګړې پرمهال درانه تلفات اړولي او  ځینې سیمې یې ترې بیرته نیولي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist