Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملي دفاع وزارت: ژر به افغان سرتېري د پوځي زده کړو لپاره ترکیې ته ولاړ شي

admin by admin
2021/07/31

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي له شمشاد سره د خبرو پر مهال وویل، ناټو سازمان د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته ژمن دي او ډېر ژر به یوه جوپه افغان سرتېري ترکیې ته د پوځي زده کړو لپاره ولېږي. 

احمدزی زیاتوي،ناټو سازمان،چې له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې مسوولیت لري،له دې وروسته به د ترکیې هېواد کې افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکوي.

احمدزي زیاته کړه :« اوس نوې مرحله، چې زموږ ځواکونو لپاره له هېواده بهر د روزنې زمینه برابره کړې ده. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې لپاره بشپړ چمتوالی لري او موږ ترې هرکلی کوو او منندوی یې یو. » 

په ورته وخت کې احمدزی وايي، افغان ځواکونو ته به په درې پړاوونو کې پوځي روزنه ورکړل شي.

احمدزي زیاته کړه:«  دا پر درېیو برخو وېشل شوي،چې لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله دي. زموږ ځواکونه به  د تفاهم پر اساس په مشخصه توګه د بېلابېلو برخو د دغې روزنې لپاره له هېواد بهر استول کېږي.»

که څه هم د ناټو دغه اقدام چې د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او ملاتړ دوام ورکوي، له هرکلي سره مخ شوی،خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي پر حکومت نیوکې کوي،چې ولې یې په شلو کلونو موده کې خپلو سرتېرو ته د پوځي روزنې ورکولو ظرفیت جوړونه ونه کړه.

له دې وړاندې ترکیې د افغان پولیسو افسرانو ته په خپله خاوره کې روزنه ورکوله،خو دا لومړی ځل دی،چې د ناټو په چوکاټ کې د یاد سازمان دغه غړی هېواد په خپله خاوره کې افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist